ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، د عباسی مقدس آستان له علمی کمپلیکس سره اړونده د نجف د قرآن کریم د مرکز مدیر سید مهند المیالي په دې باب ووئيل؟ دغه نړیوالې قراني سیالۍ د نجف دعملیه حوزې د طلبه ؤ ځانګړي نړیوالې سیالۍ دي او د قرآن پر درک او پوهې د دوي د مسلط کیدا د پياوړتیا په موخې سره ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه ، د سیالیو په لومړنیو ارزونو کې سل طلبه وارزول شول چې نتیجه ئې له لسو اسلامی هیوادونو څخه د ۴۰ ګډون کونکو ټاکل وو.
المیالي دغه راز روښانه کړه ،د قرآن د څیړنې او تدبر په برخو ،د ټول قرآن د حفظ ، د لسو او پنځو سپارو د حفظ پشمول په مختلفو څانګو کې ډون کونکو له یوه بل سره سیالۍ وکړې .
هغه ټينګار وکړ، دغه سیالۍ د نجف اشرف دعلمیه حوزې د طلبه لپاره د قرآن په تجوید اوتلاؤ د پیاوړتیا ترڅنګ د قرآن کریم د درک ،تدبر اوتفسیر له لارې د خپلې قرآني پوهې د زیاتولو په خاطر یو فرصت دی.
https://iqna.ir/fa/news/4260529/